د سر خارښت
د سر خارښت د پوستکي ترټولو معمولي ستونزه ده ، کوم چې فزیکي او رواني ستونزې را منځ ته کوی. خارښت د بیلابیلو فاکتورونو له امله رامنځ ته کیږي ، چې ترټولو عام یې لاندې دي.
۱. اضطراب او رواني ستونزی
۲. د سر سخته پخه
۳. د سر د پوستکی الرجی ، په ځانګړي توګه د ویښتانو رنګ د ویښتانو ځلا ، غوړو او داسې نور هغه شیان چې په ویښتانو او سر کې کارول کیږي.
۴. د سر د پوستکی د ناروغيو لکه پسوریایزس ، سیبورک ډرمیټایټس ، لیکن پلانوس ...
۵. د شپې سر
۶. د وینې کمښت ، د تايرایډ د غدې ستونزې او د پښتورګو او ځيګر ستونزې.
۷. خپل ویښتان په منظم ډول نه مینځل یا د نامناسبی شامپو څخه کار اخیستل یا ډیر د ویښتانو مینځل.
د خارښت د کنترول لپاره څه باید وشي؟
۱. په منظم ډول خپل ویښتان ووینځئ په اونۍ کې لږترلږه دوه یا درې ځله خپل ویښتان له شامپو سره ومینځئ. د ویښتانو ډیر مینځل د سر د وچیدو او خارښت سبب کیږی.
۲. د خپلو ویښتانو سره مناسب شامپو وکاروئ.
۳. که ستاسو سر د رنگ د کارولو ځخه وروسته خارښت ولرئ ، هیڅکله د پوستکی ډاکټر د مشورې پرته د ویښتانو رنګ مه کاروئ.
۴. اندیښنې مه کوئ او هڅه مه کوئ خپل سر ډیر وگروئ ، ځکه چې هر څومره یی چې تاسو وگروی دا به ستاسو پوستکي ته زیان ورسوي او خارښت به زیات شی.
٥. که ستاسو سر سپږې لرئ ، نو د سپږو ضد شامپو وکاروئ.
٦. که چیرې خارښت دوام ولري ، د پوستکی متخصص سره مشوره وکړئ.
اشتراک در:
نظرات پیام (Atom)
هیچ نظری موجود نیست:
پست کردن نظر