وېښتانو ته پاملرنه
د
سر وېښتان بېلا بېل حالات لري چې موږ به يې درته بيان کړو .وېښتان د ارګانېسم (
ژوندي موداتو ) د جوړښت له انده په خپلو کې سره يو ډول دي يو له بل سره توپير نلري
.وېښتان يوازې د غوړوالي ، وچوالوالي د اندازې او رنګ له پلوه له يو بل سره توپير
لري او له همدې امله وېښتان په دريو کلي ډولونو ويشل کيږي
۱-
غوړ وېښته
۲-
عادي وېښته
۳-
ډير وچ وېښته
د
وېښتانو حالت چې د سر له پوستکي سره تړلی دی غوړوالی او وچوالی يې په پوستکي کې د غوړوالي د
غدو له ترشح ( خپرولو ) سره نيغ په نيغه
تړاو لري .
له
همدې کبله اړينه ده چې د وازدې د غدو په
اړه زياته څرګندونه وکړل شي : د سر د پوستکي په هره متر مربع سانتۍ کې ترپنځو پورې
د وازدې غدې شتون لري . چې د نومړيو غدو کار دوازدې (ترشح ) خپرول دي .دا ضمايم له بل کومه ځايه وازده نه اخلي بلکې په خپله
وازده جوړوي .
کله
چې غدې وازده جوړه کړي د وړو سورويو له لارې يې د پوستکي باندنۍ برخې ته کومه چې
دغه وازدې ته اړتيا لري لارښوونه کوي .ځکه
خو د هغه په نشتون کې پوستکی وچ او خپل ځای ته د را ګرځيدو وړتيا له لاسه ورکوي همدا
رنګه زياتوالی د وازدې هم د ځورونې لامل ګرځي لکه په کوم ډول چې د سر د پوستکي پر مخ غوړيدلی دی او دا کړنه
چې کله له اړتيا څخه زياته شي او يو نا مناسبه چاپېريال د وېښتانو لپاره منځ ته
راوړي آن تردې چې کېدلای شي د وېښتانو د سختې رېژدنې لامل وګرځي .
که
چېرې د سر د پوستکي وازده زياته شي ويل کيږي د سر پوستکی غوړ دی او همدا رنګه که
غدې خپل کار لږ او سوکه تر سره کړي ويل کيږي د سر پوستکی وچ دی او که غدې خپله
دنده په عادي او طبعي توګه مخ په وړاندې يوسي ويل کيږي د سر پوستکی معمولي دی او
دا د پوستکي او وېښتانو لپاره يو نمونيي حالت دی د سر وېښتان هر ډول چې وي په
مناسب مينځلو سره يې کولای شو نورماله حالت ته را وګرځوو
د
سر د وېښتانو مينځل
د
سر د وېښتانو له مينځلو څخه موخه د هغه پاکوالی تر سترګو کيږي او د مينځلو معنايې
هم همدغه ده خو که دې ټکي ته ډير په ځير
شو نو دې پايلې ته رسيږو چې د سر پاکوالی
کيدلای شي پداسې ډول وکړو چې هم وېښتان پاک شي او هم د خپلې موخې سره سم پوستکی او
د سر وېښتان هر څرنګه چې وي يو نورماله
حالت ته را وګرځوو .
پوهيږم
چې د وېښتانو حالت له يو بل سره توپير لري او مخکې يې څرګندونه وشوه چې په اصل کې
درې حالته لري غوړ ،عادي او وچ وېښتان .
د
وېښتانو پاکولو پر مهال د هغه ډول ته بايد
پاملره وشي چې د وېښتانو د پاکولو توکي او ډير مهم دا چې د هغه د مينځلو طريقه
بايد په بنسټيزو اصولو او صحيح توګه تر سره شي تر څو د پاکلوالي او روغتيا ساتنې
سر بېره وتوانېږو د سر د پوستکي او وېښتو حالت د خپل زړه په خوښه کنټرول کړو او د
وېښتو غوړوالی او وچوالی عادي حالت ته واړوو له همدې کبله بايد د سر د وېښتانو مينځلو لپاره يو دقيق مهال وېش وټاکو .
ډير
کله ليدل شوي دي چې ځينې خلک هر څنګه چې وغواړي خپل سرونه مينځي چې په هغه کې نه د
وخت خيال ساتي نه د پاکوالي توکيو ته اهميت ورکوي او نه هم د
مينځلو صحيح طريقه په کار اچوي . د داسې
خلکو وېښتان تر ډېره بريده د رېژېدنې له خطر سره مخ کيږي دوېښتانو مينځلو
په وخت بايد وېښتان د لاسونو په ورغويو کې وي او د تاوولو په توګه ومينځل شي دا
ډول مينځل يو کلي قانون دی څوک چې د دې ډول مينځلو پيروي کوي کم تر کمه د مينځلو
له پلوه به دوېښتانو د غير عادي رېژېدنې څخه خوندي وي .
الف
– د غوړو وېښتانو مينځلو طريقه
د زيات
شمېر خلکو د سر پوستکی غوړ وي نو دا ډول وېښته دې يوازې يوه ورځ پدې ډول موښلو سره و مينځل شي چې وېښتان د
لاسونو په ورغويو کې وي او داسې تاو راتاو شي چې نوکان يا دګوتو سرونه د سر له
پوستکي سره ونه لګيږي په دوو ځلو مينځلو سره چې
هر ځل مينځل يې بسنه وکړي له هغه شامپو څخه ګټه واخلي چې د غوړو وېښتانو
لپاره وي او د وېښتانو تيل ونه کارول شي دا ډول وېښته تر زياته بريده د پخې او د
زر زر نه مينځلو په صورت کې د خارښت لامل ګرځي د مناسبې شامپو کارونه او منظم مينځل يې د خارښت او پخې مخ نيوی کوي .
په ګرمه او نمجنه هوا کې د وازدې د غدو خپرېدل زياتيږي او وېښتان زيات غوړوالی
پيداکوي چې هغه بيا زيات مينځل غواړي .
ب – د
وچو وېښتانو مينځلو طريقه
ډير
شمېر خلک بيا د وېښتانو له اندازې زيات وچوالي څخه ځوريږي د دې ستونزې د له منځه
وړلو لپاره د مينځلو له لاندې ترتيب څخه کار اخلو .د داسې وېښتانو د پاکوالي او
مينځلو لپاره کولای شو د دوو ورځو تر منځ وېښته ومينځو، چې ډير په کراره وموښل شي اود ږمنځې له کارولو
پرته د سر پوستکی ومينځل شي او داسې ومينځل شي چې هغه بسنه وکړي . هڅه وشي چې له
داسې اوبو څخه کار واخيستل شي چې ډيرې ګرمې نه وي او له هغه شامپو څخه چې د وچو
وېښتانو لپاره ده کار واخيستل شي دا خلک د مينځلو وروسته د وېښتانو تيل هم کارولای
شي د سر د پخې احتمال پدې ډول وېښتانو کې زيات وي نو ډير مينځل د پخې د زياتوالي
او کله ناکله د خارښت لامل هم ګرځي په يخ موسم او وچه هوا کې وېښته زيات وچ او له
يادې شوې اندازې څخه زيات مينځل يې د وېښتانو د زيات وچوالي ، ماتوالي ،خارښت او
پخې لامل ګرځي .
ج – د
عادي يا معمولي وېښتانو د مينځلو طريقه
د
سر پوستکی چې نه غوړ او نه هم وچ وي نو په مينځلو کې به يې د غوړو او وچووېښتانو
تر منځ تګ لاره خپلوي په اونۍ کې به له
دوو تر دريو وارو پورې د خپلو سرونو وېښتان مينځي او د اړتيا په وخت د وېښتانو له
تيلو څخه هم کار اخيستلای شي او هغه شامپوبه کاروي چې د عادي وېښتانو لپاره وي
کومه خبره چې د يادولو وړ ده هغه دا چې کومو کسانو چې خپل وېښتان د ځينو لاملونو
له کبله له لاسه ورکړي يا يې په ماشين اخيستي دي کولای شي د خپلو لاسونو په ورغويو
کې پرته له سختۍ په نرمۍ سره د خپل سر پوستکي بشپړه ومينځي .
له
اندازې زيات د وېښتانو له کشکولوپه ځانګړي ډول د مينځلو پر مهال ،کوڅۍ جوړولو په
وخت او کنچي کولوپه وخت کې ځانونه وژغورئ ځکه دا کيدلای شي د وېښتانو د رېژېدنې
لامل جوړشي .
د وېښتانو
رېژېدنه :
د
سر وېښتان د وېښتانو د پياز يا فوليکول ( دوېښتانو رېښو) په واسطه چې دپوستکي په لاندنۍ برخه کې شتون لري جوړيږي تل په عادي ډول له ۵ نه تر ۱۰ سلنې پورې دا
فوليکولونه د ارامتيا په حالت کې او ۹۰ نه تر ۹۵ سلنې پورې د کار کونې په حالت کې
ژوند کوي د وېښته هر پياز له ۲ نه تر ۳ مياشتو پورې د آرامتيامرحله لري چې پدغه
موده کې وېښتان رېژېږي او لدې مودې وروسته د دويم ځل لپاره په کار کولو پيل کوي .چې
د هغو د کار کولو موده بيا له ۳ نه تر ۵ کالو پورې وي البته لدې مودې وروسته يوه
بله مرحله د بين البيني يا انتقالي مرحلې په نوم شتون لري چې خاوشا له دوو څخه تر
دريو اونيو پورې پايښت کوي او وېښتان د کار کوولو له مرحلې څخه د آرامتيا لوري ته
ځي.دا چکر په نوبتي ډول صورت نيسي او هره ورځ
په عادي توګه د يو شمېر وېښتانو د رېژېدلو لامل ګرځي او په يو عادي انسان
کې د وېښتانو د رېژېدلو دا شمېره د ورځې
له پنځوسو نه تر سلو پورې وي چې دوېښتانو د مينځلو په وخت کې بيا دا شمېره زياتيږي
. د وېښتانو رېژېدل يو لړ لاملونه لري يو
شمېر هغه لاملونه کوم چې ډير عام دي په
لاندې ډول بيانيږي .
۱-
موروثي
۲-
د وينې د وسپنې کمي او دميسو نشتوالی
۳-
ځينې له دواوو څخه اخيستل شوي
۴-
د وېښتانو له اندازې زيات کشکول
۵-
سيبوريا يا له اندازې زيات د پوستکي او وېښتانو غوړوالی
۶- زيارونه يا سخت رواني تشويشونه
۷-
د وېښتانو رېژېدل په ځانګړي موسم کې
۸-
د وېښتانو رېژېدل درې مياشتې وروسته له پيدايښته
۹-
د تبو والا ناروغيو پرله پسې پيښېدل
۱۰-
د ساتنې او وېښتانو ته پاملرنې اصولو خيال نه ساتل
۱۱-
د وېښتانو درېژېدنې درملنه په ځينوهغو درملو کول کوم چې په پيل کې د وېښتانو د لږ
مهالې تېزې رېژېدنې لامل جوړيږي خو په پايله کې
دهغو وېښتانو د زياتې رېژېدنې څخه مخنيوي کوي کوم چې دآرامتيا په حالت کې وي او
وروسته بيا دا په هغو وېښتانو بدليږي کوم چې د فعاليت او ودې په حالت کې وي .
البته
د وېښتانو د رېژېدلوځينې نور صورتونه هم شتون لري چې هغه کم پېښېدونکي دي او دلته
مو بيان نه کړل .
اشتراک در:
نظرات پیام (Atom)
هیچ نظری موجود نیست:
پست کردن نظر