مطالب جدید سایت را درفیسبوک دنبال کنید

شفاخانه جلدی زیبایی آروین

د وېښتانو تویدل

د وېښتانو تویدل د خلکو ترمینځ یو عمده مشکل ده. د وېښتانو د تویدلو عاملونه ډېر او مختلف دي. ددي لپاره چې د وېښتانو تویدلو درملنه په ښه توګه وشي؛ ضروري ده چې لومړی د وېښتانو د تویدلو سبب پیدا او وروسته يي درملنه وشي.
له کمزوري حالت څخه تر شدید حالت پوري، په تخصصي ډول د وېښتانو د تویدلو درملنه.
 -د وېښتانو د تویدلو تخصصي 

درملنه:
د ویښتانو تویدل د خلکو ترمینځ یو عمده مشکل دی. دا چې کوم عاملونه د وېښتانو د تویدلو سبب ګرځي ډېر او مختلف دي. ددې لپاره چې د وېښتانو تویدلو درملنه په ښه توګه وشي؛ ضروري ده چې لومړی د وېښتانو د تویدلو سبب پیدا او وروسته يې درملنه وشي. زمونږ په کلینک کې لومړی د ویښتانو د تویدلو د عامل د پیداکولو لپاره د وېښتانو او د سر د پوستکي معاینات په مستقیم ډول اجراکیږي. همدارنګه د وېښتانو د تویدلو شدت، د وېښتانو د تویدلو شکل، د وېښتانو د تویدلو فعال یا غیر فعال حالت او هغه جلدي ناروغۍ چې د وېښتانو د تویدلو سبب ګرځي مطالعه او څیړل کیږي؛ وروسته د ضرورت په صورت کې  د وینې معاینات کیږي تر څو د شخص هورموني حالت معلوم شي  او همدرانګه د وینې د کموالي او نور هغه عوامل چې د وېښتانو د تویدلو سبب ګرځي په اړه یې پلټنه وشي. همدارنګه په ښځو کې ځیني وخت نسايي ولادي مشکلات لکه د تخمدان  سیستونه هم د وېښتانو د تویدلو لامل ګرځي؛ نو ضروري ده چې تلویزوني معاینات شخص ته اجرا شي او د پورتنيو عواملو د پیدا کیدلو په صورت کي د وېښتانو د تویدلو لپاره لازمه درملنه اجرا شي. ډیری وخت د وېښتانو د تویدلو لپاره درمل کفایت کوي، او نتیجه هم ورکوي. هغه درمل چې موضعي لوشن او یا هم خوراکي وي توصیه کیږي. په اکثرا حالاتو کې چې د وېښتانو رژیدل شدید وي کیدای شي چې تنها درمل نتیجه ور نکړي، نو په دې حالاتو کې د موضعي درملو تر څنګ د ځیني نورو میتودونو څخه هم استفاده کیږي چې په لاندي ډول دي.  

P R Pپي آر پي:
د دمویه صفیحاتو د غني پلازما زرق د وېښتانو د تویدلو د مخنیوي لپاره یو د نويو میتودونو څخه ده. په دې میتود کې لومړی د ناروغ څخه وېنه اخیستل کیږي او د وېنې د دمویه صفیحاتو د غني پلازما د جداکولو څخه وروسته د ناروغ په سر کي زرق کیږي. دمویه صفیحات د ودې مهم فکتورونو لرونکي دي چې د دې فکتورونو په آزادیدلو سره د سر په پوستکې کې نوي رګونه جوړیږي چې په دې سره د وېښتانو رېښو ته په ښه توګه غذايي مواد انتقالیږي؛ او همدارنګه د وېښتانو د رېښي یا پیاز د ودي، د وېښتانو د نه تویدلو او د ضعیفو وېښتانو د قوي کیدلو سبب ګرځي. له دغه میتود څخه څلور ځلې استفاده کیږي؛ چې څلور ځلې د یوې نه تر دريو میاشتو په مودي کې ترسره کیږي.

مزوتراپي:
په دغه میتود کې مغذي مواد لکه وېټامینونه، منرالونه او د بوټو محصولات چې د سر د وېښتانو د رژیدلو سبب ګرځي؛ په مستقیم ډول د مخصوصو ستنو په واسطه د سر په پوستکې کې زرق کیږي. دغه درملنه ددې سبب ګر‎ځي چې په کافي اندازې سره مغذي مواد په هغه ځای کې چې ورته ډېر ضرورت وي تزریق شې او د وېښتانو د رېښو د قوي کیدلو سبب ګرځي. دغه درملنه په میاشت کې یو ځل اجرا کیږي. د ضرورت په صورت کې هر شپږ میاشتې وروسته بیا تکراریږي.
مایکرونیدلینک:
په دغه میتود کې له ډیرو کوچنیو ستنو څخه د مخصوص سامانونو په واسطه د سر پوستکی او د وېښتانو رېښه تحریک کیږي، چي دا ددې لامل کیږي چې د وېښتانو تویدل کم شي او همدارنګه د ضعیفو وېښتانو د قوي کیدلو سبب ګرځي. دغه درملنه له هرې دوې هفتې وروسته تکراریږي او څلورو څخه تر شپږ ځلو پوري دغه درملنه دوام پيدا کوي. 
د وېښتانو کرل:
د وېښتانو د تویدلو په شدیدو حالاتو کې چې د وېښتانو زیاتره برخه د منځه تللې وي؛ زمونږ په روغتون کې د وېښتانو کرل د FUE د میتود په واسطه بغیر د شق کولو، ګنډلو او خونریزی څخه چې ښه نتایج هم لري اجرا کیږي.  د زیاتو معلوماتو لپاره زمونږ له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ.
این مطلب را با دوستان تان شریک سازید. :
برچسبها:

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر

اوقات کاری:
شفاخانه جلدی آروین هر روز از ساعت ۹ صبح الی ۷ شام در خدمت هموطنان عزیز قرار دارد. شفاخانه در روز های جمعه تعطیل میباشد.

شفاخانه جلدی زیبایی آروین

شفاخانه جلدی زیبایی آروین
تخصصی ترین مرکز مراقبت و تداوی جلد

فرم تماس

نام

ایمیل *

پیام *

جستجوی این وبلاگ

پست‌های پرطرفدار

شفاخانه جلدی و زیبایی آروین

دهبوری کابل افغانستان

شبکه های اجتماعی

با ما در شبکه های اجتماعی بپیوندید و از موضوعات جدید ما مطلع شوید..