وچ پوستکی زیاتره په یخو موسمونو کي د ستونزو سره مخامخ کیږي، پوستکی نرموالی له لاسه ورکوي، خارش پیداکوي، پوست اچوي، چاودي حتی ویني کوي.
د وچ پوستکي ساتنه.
د لاندي ټکو مراعتول تر ډیره وچ پوستکی نرم ساتي او د پوستکي د وچوالي څخه مخنیوی کوي.
۱: د حمام کولو وخت مو کم کړی، او د ډیرو ګرمو اوبو څخه کار مه اخلی هر څومره چي اوبه ګرمي وي په هغه اندازه پوستکی ډیر وچیږي او چاودي.
 ۲: هڅه وکړئ چي صابون لږ استعمال کړی او د هغه صابونو څخه کار واخلی چي د ګلیسیرن او پارافین درلودونکي وي.
۳: کله چي ځان وچوی نو پر پوستکي مو فشار مه راوړی او ټاول (ځان پاک) پر پوستکي ټینګ مه کشوی.
۴: مرطوب کونکي کریمونه استعمال کړی. ددې کریمونو د استعمال ښه وخت د پوستکي د وچولو څخه وروسته دی.
۵: هغه د آرایش مواد چي الکول او خوشبویه مواد لري لکه عطر، سپرې او ځیني صابونونه، زیاتره د پوستکي په وچوالي کي رول لري. دا لیکنه تاسي ته د ډاکټر عبدالولي اعتماد لخوا چمتو سوېده.
۶: هغه ماشینونه چي د اطاق هوا مرطوبوي ( Humidifier) په اطاق کي نصب کړئ. متاسفانه دا ماشینونه په افغانستان کي نسته.
۷: نرم او ملایم لباسونه واغوندی لکه نخي لباسونه. که چیري د پشمي او کلکو مصنوعي لباسونو علاقمند یاست بیا نو لاندي یو نخي ( زیر پیراهني) واغوندی.
۸: که چیري مو ډیر کار د اوبو او پریولولو سره وي، لکه د کالو پریولل، د لوښو پریولل بیا نو د دستکلو څخه کار واخلئ، او تر څنګ یې مرطوب کونکي کریمونه استعمال کړی. کله چي بیدېږی لاسونه مو په واسلینو باندي غوړ کړئ.
ژباړه : ډاکټر عبدالولي اعتماد
به زبان دری بخوانید!
PPost Before “ادامه مطلب” And here is the rest of it