د وېښتانو سپینېدل په ځینو کسانو کي د نا امیدۍ لامل ګرځي چي د وخت څخه مخکي زړښت څرنګوالي، سټرس یا د وېښتانو په اړه د زیات فکر کولو باعث ګرځي.
د وېښتانو سپينېدل پر دوه ډوله دي:
الف) د وېښتانو سپینوالی په لوړ سن کي چي عادي خبره ده.
ب) د وېښتانو ژر سپینوالی 

د وېښتانو ژر سپینوالی زیاتره وخت په ارثي شکل وي چي په داسي حالت کي بیله کومه لامله، دايمي، بیرته نه راګرځېدونکي او معمولآ د درملني وړ نه وي. په داسي حالاتو کي سپین پوست لرونکي کسان تر شل کلنۍ مخکي او تور پوست لرونکي کسان تر دېرش کلنۍ مخکي د وېښتانو په سپینوالي اخته کیږي.
ځیني وختونه د وېښتانو سپینوالی ځانګړي لاملونه لري لکه د ویټامینونو کمښت، د تایروید غدې ناروغي، د دفاعي سیسټم ناروغۍ، کمخوني، د ځینو دواوو استعمال او اوږد مهاله پرهیز چي ددې علتونو په اصلاح سره کولای سو چي د وېښتانو د ژر سپینوالي څخه مخنیوی وکړو.
دا لیکنه تاسي ته د ډاکټر عبدالولي اعتماد لخوا چمتو سوېده.
ځیني کسان فکر کوي چي د یو شدید عصبي فشار یا ناببره سټرس له امله هم ویښتان سپینیږي او تویږي خو د علمي نظره دا خبره په ثبوت نه ده رسېدلې.
د ځیني شامپوو او کیمیاوي موادو استعمال هم کولاسي د وېښتانو پر سپینېدو اغیز ولري.
د سپین وېښتانو لرونکو کسانو لپاره یو ښه او خوشالونکي خبر دادی چي دوی د وېښتانو په توېدو نه اخته کیږي او وېښتان یې تر ډیره ساتل کیږي. 
د ویښتانو د سپینېدو څخه په دوا سره تر ډیره حده مخنیوی کیږي، او سپین سوي وېښتانو تر ټولو ښه لاره د ویښتانو رنګول دي چي د پوستکي د معالج لخوا تاسي ته وړاندي کیږي.