Nevus طبي اصطلاح ده چی خال ته ویل کیږي، خال یو ډیر عام حالت دی چې نژدې هر بالغ تن له یو څخه زیات خالونه لري.هغه زیات عمر لرونکي خلک عموما زیات خالونه لري چې پوستکی یې روښانه وي.که تاسو له لسو څخه څلویښت خالونه لری نو دا یو طبعي حالت دی.
دخال نښې
په لومړیو کې خالونه نسواري رنګي داغونو غوندې شکل لري چې د juctional  خالونو په نوم یادیږي چې پوستکي ته  درنګ ورکوونکو غیر نورمالو حجرو دپوستکي په یوې  ځانګړې برخه کې دشتون له امله  چرته چې دپوستکي پورتنۍ برخه یا اپیدرم دپوستکي منځنۍ برخه یا درم کې  منځ ته راځي چې دهستولوژي په اصطلاح کې ورتهNests of Melanocyte  ویل کیږي.
دوخت په تیرېدلو دغه خالونه دپوستکي لاندنی
برخې ته (درم) ته لاره مومي چې بیا دپوستکي بیروني مخ ته وده کوي چې رنګ یې تیزیږي  او دپوستکي بیروني مخ څخه څرګند معلومیږي.
شونې ده چې په ژور نفوذ او  دوخت په تېرېدلو ددغو داغونو رنګ  دخالونو شي او په پایله کې دپوستکي رنګ یا سور رنګ خپل کړي چې دغه ډول خالونو ته Dermal nevus  خالونه ویل کیږي او هر څومره چې دغه خالونه غټیږي هغومره یې رنګ روښانه کیږي.
ستا دبدن خالونه لاندینی ځانګړتیاوې لري:
۱-تر زیاته بریده خالونه دقهوې رنګ لري خو شونې ده چې سوروالي  توروالي یا اسماني رنګونو ته ورته  وي یا دپوستکي هم رنګه وي او یا هم  هیڅ رنګ ونه لري.
۲-خالونه ګرد شکل لري.
۳-دخال مخ پاک او لږ غوندې وتلی دی او کله زیږ  وي په ځانګړې توګه په جګ عمر کې.
۴-دمیاشتو په تېرېدلو یو شان وي معناداچې ډېره  وده کوي.
شونې ده چې ټول خالونه په یوه اندازه او یو شان نه وي آن تردې  دیو تن خالونه بېلابېل کېدلای شي چې په اندازه، شکل  یا هم رنګ کې له یو بل څخه توپير ولري ، کېدلای شي چې خال تور زیږ ویښتان ولري  چې دغه ویښتان دپوستکي له نورو عادي ويښتانو څخه یوڅه پنډ وي.
دخدايي خالونو یوه برخه دوخت په تېرېدو ورو ورو بدلیږي تردې چې له منځه ولاړشي او یوه اندازه خالونه له اویا کلنۍ وروسته هم پاتې کیږي خو په عامه توګه له څلویښت کلنۍ وروسته دپوستکي  له بېلابېلو برخو ښکاره داغونه چې نسواري رنګ لري منځه ته راځي چې دسیبوریک کراتوزیس په نوم یادیږي چې کله کله دغه داغونه له خالونو سره ورته والی لري او دخالونو ګمان پرې کیږي.
کېدلای شي خدایي خالونه  دبدن دپوستکي په هره برخه کې ښکاره شي دغه ډول کیدلای شي چې خالونه دسر له پوستکي پرته  دلاسونو او پښو دګوتو په منځونو کې دلاسونو په ورغويوکې او یا دنوکانو لاندې څرګند شي.
دماشومانو دبدن خالونه
هغه ماشوم  چې خالونه لري  مور او پلار  باید په دې پوه شي چې  دماشوم په پوستکي خالونه  په هر اړخیزه توګه دتشویش خبره نه ده بلکې یو طبعي حالت دی، کېدلای شي پرې نوي خالونه دماشومتیا یا دځواني په عمر کې څرګند شي.
څرنګه چې ماشوم  وده کوي دغه راز خالونه هم وده کوي، کېدلای شي ځینې خالونه تېز رنګ غوره کړي او ډیر نور دوخت په تېرېدو لازیات روښانه شي.
هربالغ تن یو شمېر خالونه لري دغه راز په عامه توګه زیات عمرلرونکي کسان هم خالونه لري چې د معمولي خالونو په نوم یادیږي.
له دې نه پرته دخالونو نور ډولونه هم شتون لري چې یوه برخه یې دملانوم په نوم  دجلدي سرطان سبب ګرځي دغه خالونه لاندې څیړل شوي دي.
۱-دسپلاستیک خالونه (dysplastic)
۲-اسپيتز خالونه (spits nevus)
۳-پیدایښتي خالونه (congenital nevus)
کله چې یو ماشوم دپیدایښت په وخت کې خالونه ولري دغه ډول خالونو ته پیدایښتي خالونه ویل کیږي نژدې له سلو څخه یو ماشوم داسې وي چې پیدایښتي خالونو سره دنیا ته راځي.
ددغو خالونو اندازه وړوکې دکوچني خال په اندازه وي او لوی یې د ژرندې  دپل سوري په اندازه وي که چېرې پیدایښتي خالونه دژرندې دپل سوري په اندازه وي نو په ملانوم سرطان داخته کيدلو خطر زیاتیږي.
زیاتره خالونه  د درملنې اړتیا نه لري او خالونه  یوازې دښکلا په موخه لرې کیږي خو په ځینو وختونو کې خالونه لرې کول اړین وي لیکن دغه ډول خالونه باید پتالوژیکي معائنې نه وروسته لرې شي.
دغه حالتونه په لاندې ډول دي:
۱-هغه خالونه چې چټکی سره  لوييږي
۲- خال چې له یو څخه زیات رنګونه ولري.
۳-کله چې دخالونو تر منځ ورته والی له منځه ولاړ شي یعنې کله چې خالونه منظم نه وي یا یو نیم خال له نورو څخه توپیر ولري.
۴- هغه خالونه چې خارښ، پړسوب ولري یا ترې وینه بهیږي.
په لیزر (وړانګو) د خالونو درملنه
له  دې لارې  دهغو خالونو په راحت  سره (پرته له کوم درد څخه)  درملنه کیږي چې قطر یې نیمه سانتۍمتر مربع وي خو له درملنې مخکې دغه خالونه دځینو کریمو په کارولو سره بې حسه کیږي او هغه سرسري زخم چې د خالونو لرې کولو په ترڅ کې منځ ته راځي هغه ډیر ژر جوړيږي .
زیاتره وخت له درملنې وروسته قهوه رنګ لرونکي داغونه منځ ته راځي چې د وخت په تېرېدو ورکیږي.
کله ناکله یوه میاشت وروسته د دویم ځل درملنې اړتیا  وي په ځانګړې توګه کله چې د لويو خالونو درملنه وشي.
په جراحي عملیاتو خالونه لرې کول
لوی خالونه  د پوستکي دسرطان لامل ګرځي نو کله چې تاسو:
۱- له سلو څخه زیات خالونه ولری.
۲- لوی خالونه ولری چې ستاسو دبدن زیاته برخه یې پوښلې وي.
۳- دسپلاستیک خالونه ولری چې مخکې یې یادونه شوې وه او دملانوما جلدي سرطان لامل ګرځي.
په پورتنیو حالتونو کې باید ستاسو دبدن پوستکی په هرو دریو څخه تر شپږو میاشتو کې د یو متخصص ډاکټر په واسطه وکتل شي.