ترټولولومړی دښايسته پوستکي لرلو لپاره د پوستکي د ډول په اړه خبرتيا ترلاسه کول اړين دي ځکه له همدې لارې تاسو کولای شئ څنګه چې غوره وي له خپل پوستکيو څخه ساتنه وکړئ او همدارنګه دساتنې لاسته راوړنې او د خپل پوستکي  سره سم د ښکلا توکي غوره کړې . پوستکی په کلي توګه پنځه ډولونه لري :
۱- عادي پوستکی: چې نه ډېر وچ اونه هم ډېر غوړ وي دپوستکي واړه سوري د ليدلو وړ وي خو لوی يا په بشپړه توګه بند نه وي له مينځلو وروسته پوست  نرم شي ډېر کم د ځوانکۍ پرې راخيږي .
د ساتنې لار يې :د ورځې دوه ځلې خپل مخ پداسې موادو ومينځئ چې ستاسو د مخ سره موافق وي او له لندوونکو توکيو څخه ګټه واخلئ .
۲- غوړ پوستکی : پوستکي زياتره غوړ وي چې د پوستکي مخ پنډاو سخت وي ،دپوستکي سوري لوی او د ليدو وړ وي داهغه روښانه پوستکی وي چې پر مخ باندې ډېرې ځوانکۍ راپورته کوي  ،ګرد،غباراو چټلي زياته ځانته را کشکوي د وازدې غدې له اندازې زيات کارکوي له همدې کبله د پوستکي سوري له بندېدو سره مخ کيږي او په مخ باندې دځوانکۍ د را ښکاره کېدو لامل جوړيږي .
دساتنې لاريې : په ورځ کې دوه ځلې پداسې توکيو خپل مخ ومينځئ چې ستاسو د مخونو سره موافق وي په مينځلوکې له داسې توکيو څخه چې ستاسو د مخونو سره موافق،غوړ نه وي او حاوی الکل وي کارواخلئ  اود ښکلا په توکيوکې له غوړو څخه بايد ډډه وکړئ اوله ياده مو ونه وزي چې غوړ پوستکي هم لندوونکوتوکيوته اړتيا لري نوهره ورځ  لندوونکي توکي بايد وکارول شي، په ګرمو اوبو خپل مخونه ومينځئ تر څوستاسود پوستکي سوري بند نه شي همدارنګه  سره کړي خوراکونه او خوږې بايد کمې وکارول شي .
۳- وچ پوستکی :ډېر نازک او د کاغذ غوندې پوستکی وي.دلاس لګولو په وخت سخت وي،دپوستکي سوري ډېر کوچني وي چې دبندېدو له امله يې پرمخ د ځوانکۍ را پورته کيږي دوازدې غدې لږکارکوي نو له همدې کبله پوستکی وچ او په عامه توګه پوټوکی پوټوکی کيږي چې په پايله کې راټول او چملکه کيږي په ژمي کې پوستکی وچ وي او شونې ده چې خارښت پيداکړي .
د ساتنې لار يې : تل دخپلومخونوسره موافق اوفاقدالکل توکي وکاروئ هره ورځ خپل پوستکی په لندوونکو توکيولندوئ او خپل مخونه په موافقو او صابون څخه خالي توکيو مينځئ ځکه صابون ستاسو د پوستکي غوړوالی له ځان سره وړي .
۴- پیچلی پوستکی :ډېر خلک پېچلی پوستکی لري هغه داسې چې دپوستکي يوه برخه يې غوړه او بله برخه وچه وي په عامه توګه د مخ ځينې برخې ،دسترګو خاوشا،غاړه وچه او د ټنډې خاوشا،پوزه اوزنيې غوړه وي غوره داده چې د غوړو برخو لپاره يوډول او د وچو برخو لپاره بل ډول محصولات وکارول شي .
د ساتنې لار يې :په ورځ کې دوه ځلې د مخ مينځلو لپاره له هغو توکيو څخه کار واخلئ چې ستاسو د مخونو سره موافق وي .
۵- حساس پوستکی: داډول پوستکی ډېر په آسانۍ سره په خوځښت کې راځي چې په پوستکي کې د خارښت،سولو، سوروالي او سولېدولامل جوړيږي کله ناکله ځوانکۍ هم پرې را پورته کيږي .
د ساتنې لاريې: د دې ډول پوستکي دمينځلو پر مهال  صابون بايد ونه کارول شي د هغه په بدل کې بايد له داسې موادو څخه چې د پوستکي سره موافق وي اوکوم ډول حساسيت ونه لري وکارول شي .
د پوستکي د روغتيا په اړه مهم ټکي :
۱- خپل مخونه د لاسونو په مرسته په نرمۍ سره داسې ومينځئ چې د خرما يانورو ونوله پوستکي يا بل کوم سخت شي کارولو څخه پکې ډډه وکړئ په خپلو مخونو باندې د زور راوړنې له لارې ديوې پاکې ټوټې په مرسته پاک اووچ کړئ نه دسختو موښلو له لارې
۲- د لمر له وړانګو سره يې د مخامخ کېدو څخه  وساتئ او د يو متخصص ډاکټر په مشوره د هغو کريمو څخه کار واخلئ چې د لمر په وړاندې ګټه لري ترڅو مو مخونه د زر زړوالي څخه خوندي شي .
۳- مناسب خواړه خورئ او هره ورځ زياته  اندازه سبزي او تازه ميوه خورئ
۴- له الکحلي څښن توکيو او سګريټ څکولو څخه ډډه وکړئ ځکه الکحل د وينو درګونو د پراخوالي او په پوستکي کې د سوروالي او خارښت لامل ګرځي .
۵- سپورټ کوئ ځکه ستاسو پوستکی سا ته اړتيا لري .په منډه وهلو يا پلي تلو سره ستاسو د وينې په خوځښت کې زياتوالی راځي اکسيجن او خوراکي توکي په پراخه پېمانه ستاسو پوستکي ته رسيږي .
۶-جنجال او زيار ايستنه مو کمه کړئ ځکه ډېره زيار ايستنه  ستاسو په بدن کې د هورمون د ګډوډ کېدو لامل ګرځي چې دا مو په بدن بد اغېز کوي
۷- په شپه او ورځ کې له شپږو نه تر آتو ګړيو پورې خوب کوئ .
دښکلا او روغتيا غوره شونتياوې وآزمويئ