د وېښتانو رېژېدنه
د سر وېښتان د وېښتانو د پياز يا فوليکول ( دوېښتانو
رېښو) په واسطه چې دپوستکي په لاندنۍ برخه کې شتون لري جوړيږي تل په عادي ډول له ۵ نه تر ۱۰ سلنې پورې دا
فوليکولونه د ارامتيا په حالت کې او ۹۰ نه تر ۹۵ سلنې پورې د کار کونې په حالت کې
ژوند کوي د وېښته هر پياز له ۲ نه تر ۳ مياشتو پورې د آرامتيامرحله لري چې پدغه
موده کې وېښتان رېژېږي او لدې مودې وروسته د دويم ځل لپاره په کار کولو پيل کوي .چې
د هغو د کار کولو موده بيا له ۳ نه تر ۵ کالو پورې وي البته لدې مودې وروسته يوه
بله مرحله د بين البيني يا انتقالي مرحلې په نوم شتون لري چې خاوشا له دوو څخه تر
دريو اونيو پورې پايښت کوي او وېښتان د کار کوولو له مرحلې څخه د آرامتيا لوري ته
ځي.دا چکر په نوبتي ډول صورت نيسي او هره ورځ
په عادي توګه د يو شمېر وېښتانو د رېژېدلو لامل ګرځي او په يو عادي انسان
کې د وېښتانو د رېژېدلو دا شمېره د ورځې
له پنځوسو نه تر سلو پورې وي چې دوېښتانو د مينځلو په وخت کې بيا دا شمېره زياتيږي
. د وېښتانو رېژېدل يو لړ لاملونه لري يو
شمېر هغه لاملونه کوم چې ډير عام دي په
لاندې ډول بيانيږي .
۱- موروثي
۲- د وينې د وسپنې کمي
او دميسو نشتوالی
۳- ځينې له دواوو څخه اخيستل شوي
۴- د وېښتانو له اندازې زيات کشکول
۵- سيبوريا يا له اندازې زيات د پوستکي او وېښتانو غوړوالی
۶- زيارونه يا سخت رواني
تشويشونه
۷- د وېښتانو رېژېدل په ځانګړي موسم کې
۸- د وېښتانو رېژېدل درې مياشتې وروسته له پيدايښته
۹- د تبو والا ناروغيو پرله پسې پيښېدل
۱۰- د ساتنې او وېښتانو ته پاملرنې اصولو خيال نه ساتل
۱۱-
د وېښتانو درېژېدنې درملنه په ځينوهغو درملو کول کوم
چې په پيل کې د وېښتانو د لږ مهالې تېزې رېژېدنې لامل جوړيږي خو په پايله
کې دهغو وېښتانو د زياتې رېژېدنې څخه مخنيوي کوي کوم چې دآرامتيا په
حالت کې وي او
وروسته بيا دا په هغو وېښتانو بدليږي کوم چې د فعاليت او ودې په حالت کې وي
.
البته د وېښتانو د رېژېدلوځينې نور صورتونه هم شتون لري
چې هغه کم پېښېدونکي دي او دلته مو بيان نه کړل .
PPost Before “ادامه مطلب”
And here is the rest of it
اشتراک در:
نظرات پیام (Atom)
هیچ نظری موجود نیست:
پست کردن نظر