وېښتانو ته پاملرنه
د سر وېښتان بېلا بېل حالات لري چې موږ به يې درته بيان
کړو .وېښتان د ارګانېسم ( ژوندي موداتو ) د جوړښت له انده په خپلو کې سره يو ډول
دي يو له بل سره توپير نلري .وېښتان يوازې د غوړوالي ، وچوالوالي د اندازې او رنګ
له پلوه له يو بل سره توپير لري او له همدې امله وېښتان په دريو کلي ډولونو ويشل
کيږي
۱- غوړ وېښته
۲- عادي وېښته
۳- ډير وچ وېښته
د وېښتانو حالت چې د سر له پوستکي سره تړلی دی غوړوالی او وچوالی يې په پوستکي کې د غوړوالي د
غدو له ترشح ( خپرولو ) سره نيغ په نيغه
تړاو لري .
له همدې کبله اړينه ده چې د وازدې د غدو په اړه زياته څرګندونه وکړل شي
: د سر د پوستکي په هره متر مربع سانتۍ کې ترپنځو پورې د وازدې غدې
شتون لري . چې د نومړيو غدو کار دوازدې (ترشح ) خپرول دي .دا ضمايم له بل کومه ځايه وازده نه اخلي بلکې په خپله
وازده جوړوي .
کله چې غدې وازده جوړه کړي د وړو سورويو له لارې يې د
پوستکي باندنۍ برخې ته کومه چې دغه وازدې
ته اړتيا لري لارښوونه کوي .ځکه خو د هغه په نشتون کې پوستکی وچ او خپل ځای
ته د را ګرځيدو وړتيا له لاسه ورکوي همدا رنګه زياتوالی د وازدې هم د ځورونې لامل
ګرځي لکه په کوم ډول چې د سر د پوستکي پر
مخ غوړيدلی دی او دا کړنه چې کله له اړتيا څخه زياته شي او يو نا مناسبه چاپېريال
د وېښتانو لپاره منځ ته راوړي آن تردې چې کېدلای شي د وېښتانو د سختې رېژدنې لامل
وګرځي .
که چېرې د سر د پوستکي وازده زياته شي ويل کيږي د سر
پوستکی غوړ دی او همدا رنګه که غدې خپل کار لږ او سوکه تر سره کړي ويل کيږي د سر
پوستکی وچ دی او که غدې خپله دنده په عادي او طبعي توګه مخ په وړاندې يوسي ويل
کيږي د سر پوستکی معمولي دی او دا د پوستکي او وېښتانو لپاره يو نمونيي حالت دی د
سر وېښتان هر ډول چې وي په مناسب مينځلو سره يې کولای شو نورماله حالت ته را
وګرځوو
د سر د وېښتانو مينځل
د سر د وېښتانو له مينځلو څخه موخه د هغه پاکوالی تر
سترګو کيږي او د مينځلو معنايې هم همدغه ده خو که دې ټکي ته ډير په ځير شو نو دې پايلې ته رسيږو چې د سر پاکوالی کيدلای شي پداسې ډول وکړو چې هم
وېښتان پاک شي او هم د خپلې موخې سره سم پوستکی او د سر وېښتان هر څرنګه چې وي يو نورماله حالت ته را وګرځوو .
پوهيږم چې د وېښتانو حالت له يو بل سره توپير لري او
مخکې يې څرګندونه وشوه چې په اصل کې درې حالته لري غوړ ،عادي او وچ وېښتان .
د وېښتانو پاکولو پر مهال د هغه ډول ته بايد پاملره وشي چې
د وېښتانو د پاکولو توکي او ډير مهم دا چې د هغه د مينځلو طريقه بايد په بنسټيزو
اصولو او صحيح توګه تر سره شي تر څو د پاکلوالي او روغتيا ساتنې سر بېره وتوانېږو
د سر د پوستکي او وېښتو حالت د خپل زړه په خوښه کنټرول کړو او د وېښتو غوړوالی او وچوالی
عادي حالت ته واړوو له همدې کبله بايد د
سر د وېښتانو مينځلو لپاره يو دقيق مهال وېش
وټاکو .
ډير کله ليدل شوي دي چې ځينې خلک هر څنګه چې وغواړي خپل
سرونه مينځي چې په هغه کې نه د وخت خيال ساتي
نه د پاکوالي توکيو ته اهميت ورکوي
او نه هم د مينځلو صحيح طريقه په کار اچوي . د داسې خلکو وېښتان
تر ډېره بريده د رېژېدنې له خطر
سره مخ کيږي دوېښتانو مينځلو په وخت بايد وېښتان د لاسونو په ورغويو کې وي او د
تاوولو په توګه ومينځل شي دا ډول مينځل يو کلي قانون دی څوک چې د دې ډول مينځلو
پيروي کوي کم تر کمه د مينځلو له پلوه به دوېښتانو د غير عادي رېژېدنې څخه خوندي
وي .
الف – د غوړو وېښتانو مينځلو طريقه
د زيات شمېر خلکو د سر پوستکی غوړ وي نو دا ډول وېښته دې
يوازې يوه ورځ پدې ډول موښلو سره و مينځل
شي چې وېښتان د لاسونو په ورغويو کې وي او داسې تاو راتاو شي چې نوکان يا دګوتو
سرونه د سر له پوستکي سره ونه لګيږي په دوو ځلو مينځلو سره چې هر ځل مينځل يې بسنه وکړي له هغه شامپو څخه ګټه
واخلي چې د غوړو وېښتانو لپاره وي او د وېښتانو تيل ونه کارول شي دا ډول وېښته تر
زياته بريده د پخې او د زر زر نه مينځلو په صورت کې د خارښت لامل ګرځي د مناسبې
شامپو کارونه او منظم مينځل يې د خارښت او
پخې مخ نيوی کوي . په ګرمه او نمجنه هوا کې د وازدې د غدو خپرېدل زياتيږي او وېښتان
زيات غوړوالی پيداکوي چې هغه بيا زيات مينځل غواړي .
ب – د وچو وېښتانو مينځلو طريقه
ډير شمېر خلک بيا د وېښتانو له اندازې زيات وچوالي څخه
ځوريږي د دې ستونزې د له منځه وړلو لپاره د مينځلو له لاندې ترتيب څخه کار اخلو .د
داسې وېښتانو د پاکوالي او مينځلو لپاره کولای شو د دوو ورځو تر منځ وېښته ومينځو،
چې ډير په کراره وموښل شي اود ږمنځې له
کارولو پرته د سر پوستکی ومينځل شي او داسې ومينځل شي چې هغه بسنه وکړي . هڅه وشي
چې له داسې اوبو څخه کار واخيستل شي چې ډيرې ګرمې نه وي او له هغه شامپو څخه چې د
وچو وېښتانو لپاره ده کار واخيستل شي دا خلک د مينځلو وروسته د وېښتانو تيل هم
کارولای شي د سر د پخې احتمال پدې ډول وېښتانو کې زيات وي نو ډير مينځل د پخې د
زياتوالي او کله ناکله د خارښت لامل هم ګرځي په يخ موسم او وچه هوا کې وېښته زيات
وچ او له يادې شوې اندازې څخه زيات مينځل يې د وېښتانو د زيات وچوالي ، ماتوالي
،خارښت او پخې لامل ګرځي .
ج – د عادي يا معمولي وېښتانو د مينځلو طريقه
د سر پوستکی چې نه غوړ او نه هم وچ وي نو په مينځلو کې
به يې د غوړو او وچووېښتانو تر منځ تګ لاره
خپلوي په اونۍ کې به له دوو تر دريو وارو پورې د خپلو سرونو وېښتان مينځي
او د اړتيا په وخت د وېښتانو له تيلو څخه هم کار اخيستلای شي او هغه شامپوبه کاروي
چې د عادي وېښتانو لپاره وي کومه خبره چې د يادولو وړ ده هغه دا چې کومو کسانو چې خپل
وېښتان د ځينو لاملونو له کبله له لاسه ورکړي يا يې په ماشين اخيستي دي کولای شي د
خپلو لاسونو په ورغويو کې پرته له سختۍ په نرمۍ سره د خپل سر پوستکي بشپړه ومينځي .
له اندازې زيات د وېښتانو له کشکولوپه ځانګړي ډول د
مينځلو پر مهال ،کوڅۍ جوړولو په وخت او کنچي کولوپه وخت کې ځانونه وژغورئ ځکه دا
کيدلای شي د وېښتانو د رېژېدنې لامل جوړشي .
د وېښتانو رېژېدنه :
د سر وېښتان د وېښتانو د پياز يا فوليکول ( دوېښتانو
رېښو) په واسطه چې دپوستکي په لاندنۍ برخه کې شتون لري جوړيږي تل په عادي ډول له ۵ نه تر ۱۰ سلنې پورې دا
فوليکولونه د ارامتيا په حالت کې او ۹۰ نه تر ۹۵ سلنې پورې د کار کونې په حالت کې
ژوند کوي د وېښته هر پياز له ۲ نه تر ۳ مياشتو پورې د آرامتيامرحله لري چې پدغه
موده کې وېښتان رېژېږي او لدې مودې وروسته د دويم ځل لپاره په کار کولو پيل کوي .چې
د هغو د کار کولو موده بيا له ۳ نه تر ۵ کالو پورې وي البته لدې مودې وروسته يوه
بله مرحله د بين البيني يا انتقالي مرحلې په نوم شتون لري چې خاوشا له دوو څخه تر
دريو اونيو پورې پايښت کوي او وېښتان د کار کوولو له مرحلې څخه د آرامتيا لوري ته
ځي.دا چکر په نوبتي ډول صورت نيسي او هره ورځ
په عادي توګه د يو شمېر وېښتانو د رېژېدلو لامل ګرځي او په يو عادي انسان
کې د وېښتانو د رېژېدلو دا شمېره د ورځې
له پنځوسو نه تر سلو پورې وي چې دوېښتانو د مينځلو په وخت کې بيا دا شمېره زياتيږي
. د وېښتانو رېژېدل يو لړ لاملونه لري يو
شمېر هغه لاملونه کوم چې ډير عام دي په
لاندې ډول بيانيږي .
۱- موروثي
۲- د وينې د وسپنې کمي
او دميسو نشتوالی
۳- ځينې له دواوو څخه اخيستل شوي
۴- د وېښتانو له اندازې زيات کشکول
۵- سيبوريا يا له اندازې زيات د پوستکي او وېښتانو غوړوالی
۶- زيارونه يا سخت رواني
تشويشونه
۷- د وېښتانو رېژېدل په ځانګړي موسم کې
۸- د وېښتانو رېژېدل درې مياشتې وروسته له پيدايښته
۹- د تبو والا ناروغيو پرله پسې پيښېدل
۱۰- د ساتنې او وېښتانو ته پاملرنې اصولو خيال نه ساتل
۱۱- د وېښتانو درېژېدنې درملنه په ځينوهغو درملو کول کوم
چې په پيل کې د وېښتانو د لږ مهالې تېزې رېژېدنې لامل جوړيږي خو په پايله کې دهغو وېښتانو د زياتې رېژېدنې څخه مخنيوي کوي کوم چې دآرامتيا په حالت کې وي او
وروسته بيا دا په هغو وېښتانو بدليږي کوم چې د فعاليت او ودې په حالت کې وي .
البته د وېښتانو د رېژېدلوځينې نور صورتونه هم شتون لري
چې هغه کم پېښېدونکي دي او دلته مو بيان نه کړل .
اشتراک در:
نظرات پیام (Atom)
هیچ نظری موجود نیست:
پست کردن نظر