وچ پوستکی زیاتره په یخو موسمونو کي د ستونزو سره مخامخ کیږي، پوستکی نرموالی له لاسه ورکوي، خارش پیداکوي، پوست اچوي، چاودي حتی ویني کوي.
د وچ پوستکي ساتنه.
د لاندي ټکو مراعتول تر ډیره وچ پوستکی نرم ساتي او د پوستکي د وچوالي څخه مخنیوی کوي.
۱: د حمام کولو وخت مو کم کړی، او د ډیرو ګرمو اوبو څخه کار مه اخلی هر څومره چي اوبه ګرمي وي په هغه اندازه پوستکی ډیر وچیږي او چاودي.
 ۲: هڅه وکړئ چي صابون لږ استعمال کړی او د هغه صابونو څخه کار واخلی چي د ګلیسیرن او پارافین درلودونکي وي.
۳: کله چي ځان وچوی نو پر پوستکي مو فشار مه راوړی او ټاول (ځان پاک) پر پوستکي ټینګ مه کشوی.
۴: مرطوب کونکي کریمونه استعمال کړی. ددې کریمونو د استعمال ښه وخت د پوستکي د وچولو څخه وروسته دی.
۵: هغه د آرایش مواد چي الکول او خوشبویه مواد لري لکه عطر، سپرې او ځیني صابونونه، زیاتره د پوستکي په وچوالي کي رول لري. دا لیکنه تاسي ته د ډاکټر عبدالولي اعتماد لخوا چمتو سوېده.
۶: هغه ماشینونه چي د اطاق هوا مرطوبوي ( Humidifier) په اطاق کي نصب کړئ. متاسفانه دا ماشینونه په افغانستان کي نسته.
۷: نرم او ملایم لباسونه واغوندی لکه نخي لباسونه. که چیري د پشمي او کلکو مصنوعي لباسونو علاقمند یاست بیا نو لاندي یو نخي ( زیر پیراهني) واغوندی.
۸: که چیري مو ډیر کار د اوبو او پریولولو سره وي، لکه د کالو پریولل، د لوښو پریولل بیا نو د دستکلو څخه کار واخلئ، او تر څنګ یې مرطوب کونکي کریمونه استعمال کړی. کله چي بیدېږی لاسونه مو په واسلینو باندي غوړ کړئ.
ژباړه : ډاکټر عبدالولي اعتماد
به زبان دری بخوانید!
PPost Before “ادامه مطلب” And here is the rest of it
د وېښتانو د ساتني په اړه لس (۱۰) غلط باورونه!

لمړی غلط نظر: د وېښتانو ژر ژر لنډول د وېښتانو د ودي د تيزوالي او د وېښتانو د توېدو مخنيوی کوي.
رښتېا: ستاسي د سر وېښتان په هره مياشت کي د 1 څخه تر 1 نيم سانتي مترو پوري وده کوي، که يې لنډ کړی يا يې پر خپل حالت پريږدی، خو کېداي سي چي په اوړي کي وېښتان په تيزي سره وده وکړي. 
د وېښتانو کمول د وېښتانو د توېدو په مخنيوي کي هيڅ اغيزه نه لري، خو د لنډو او کمو وېښتانو تويدل په کمه کچه سره ليدل کيږي. د وېښتانو د څوکو قيچي کول ستاسي د وېښتانو اخرنۍ خرابي برخي له منځه وړي او ستاسو وېښتانو ته ظاهري ښکلا ور بخښي. 

دوهم غلط نظر: که چيري يو سپين وېښته وکاږی، نو ستاسي په سر کي به سپين وېښتان زيات سي.
رښتيا: که څه هم دا يو اوازه ده او حقيقت نلري، خو کله چي وېښتان په سپينېدو پيل وکړي، هغه وخت که تاسي سپين وېښتان وکاږي او که نه دا حالت به پرمختګ وکړي او نور نوي وېښتان به هم سپين سي. 

دريم غلط نظر: په يخو اوبو د وېښتانو پريولل، د وېښتانو د ځلا سبب ګرځي.
رښتيا: دا کار کيداي سي ستاسي خوب والوځوي خو د وېښتانو په ځلا کي هيڅ اغيز نلري. 

څلورم غلط نظر: ددې لپاره چي وېښتان مو په رښتيا سره پاک سي، بايد څو ځله يې په شامپو پريولي.
رښتيا:يو ځل په شامپو وېښتان پريولل بسنه کوي، په ځانګړې توګه د وچو وېښتانو لپاره، خو که چيري وېښتان مو غوړ وي کولاي سی شامپو د دوهم ځل لپاره استعمال کړی.

پنځم غلط نظر: د وېښتانو خريل د وېښتانو د زياتيدو او ډبلېدو (پنډېدو) لامل ګرځي.
رښتيا:د وېښتانو خريل د وېښتانو پر زياتېدو او ودي هيڅ اغيزه نلري.

شپږم غلط نظر: د ځيني آرايشي موادو په مرسته کولاي سو، د وېښتانو رژيدل ترميم کړو.
رښتيا: ډاکټر عبدالولي اعتماد وايي کله چي د وېښتانو رژيدل رامنځ ته سي، يواځنۍ غوره لاره چي تاسي کولاي سي داده چي قيچي راواخلي او د هغې برخي وېښتان غوڅ کړی. 

اوم غلط نظر: استرس ( تشويش) د وېښتانو د توېدو لامل ګرځي.
رښتيا: وېښتان هر کله د توېدو په حال کي دي، په طبيعي توګه په ورځ کي د ۵۰ تر ۱۲۰ پوري وېښتان تويږي، او امکان لري چي کله تاسي په وحشتناکه توګه په سترس اخته و اوسي د وېښتانو توېدل مو زيات سي، پاته د نه وي چي د حاملګي ضد دوا او ځيني انټي بيوتيکونه هم د وېښتانو په توېدو کي ونډه لري خو د وخت په تيرېدو او د حالت په ښه کېدو سره وېښتان د دوهم ځل لپاره وده کوي.

اتم غلط نظر: د وېښتانو پخه د وېښتانو د وچوالي له امله منځ ته راځي، چي د وېښتانو په غوړلو سره ښه کيږي.
رښتيا: د سر پخه کيدای سي هم وچه او هم غوړه و اوسي، هغه کسان چي د سر پخه يې غوړه وي د وېښتانو غوړېدل يې د پخي د ډېرېدو لامل ګرځي، خو هغه کسان چي پوستکي يې وچ وي د وېښتانو غوړېدل ورته ګټور تماميږي. دا ليکنه تاسي ته د ډاکټر عبدالولي اعتماد لخوا چمتو سوېده.

نهم غلط نظر: د سر د پوستکي مساجول ( چاپی کول) د ويني جريان زياتوي او د وېښتانو د ودي لپاره ګټور تماميږي.
رښتيا: هيڅ علمي څيړني نده ثابته کړې چي د سر مساژول د وېښتانو د زياتېدو سبب سي، په ضمن کي د وېښتانو فوليکولونه چي د استراحت په مرحله کي وي د ويني د رګونو څخه بېل او کوچني کيږي.

لسم غلط نظر: د وېښتانو رنګول د وېښتانو سپينېدل نور هم زياتوي.
رښتيا: د وېښتانو رنګول د وېښتانو پر رنګ جوړونکو حجرو باندي زيات اغيز نلري، نو ځکه د وېښتانو په سپينېدو کي هم اغيز نسي درلودلاي، د يادولو وړ ده چي د وېښتانو رنګول په دوامداره توګه کولاي سي په ځينو وختونو کي د حساسيت لامل سي.
نوټ: له ټولو لوستونکو څخه هيله کوو چي پورته ليکنه دي د روغتيا او ثواب په خاطر له نورو سره شريکه (Share) کړي، دا پاڼه دي خوښه (Like) کړي او خپل ملګري دي هم نوموړي پاڼي ته دعوت (Invite) کړي ترڅو زموږ ليکني وخت په وخت هغوی ته ورورسيږي او تاسي هم د روغتيا څخه برخمن سي!
د پوستکي روغتيا او ښکلا مو زموږ سره تجربه کړئ!
د وېښتانو سپینېدل په ځینو کسانو کي د نا امیدۍ لامل ګرځي چي د وخت څخه مخکي زړښت څرنګوالي، سټرس یا د وېښتانو په اړه د زیات فکر کولو باعث ګرځي.
د وېښتانو سپينېدل پر دوه ډوله دي:
الف) د وېښتانو سپینوالی په لوړ سن کي چي عادي خبره ده.
ب) د وېښتانو ژر سپینوالی 

د وېښتانو ژر سپینوالی زیاتره وخت په ارثي شکل وي چي په داسي حالت کي بیله کومه لامله، دايمي، بیرته نه راګرځېدونکي او معمولآ د درملني وړ نه وي. په داسي حالاتو کي سپین پوست لرونکي کسان تر شل کلنۍ مخکي او تور پوست لرونکي کسان تر دېرش کلنۍ مخکي د وېښتانو په سپینوالي اخته کیږي.
ځیني وختونه د وېښتانو سپینوالی ځانګړي لاملونه لري لکه د ویټامینونو کمښت، د تایروید غدې ناروغي، د دفاعي سیسټم ناروغۍ، کمخوني، د ځینو دواوو استعمال او اوږد مهاله پرهیز چي ددې علتونو په اصلاح سره کولای سو چي د وېښتانو د ژر سپینوالي څخه مخنیوی وکړو.
دا لیکنه تاسي ته د ډاکټر عبدالولي اعتماد لخوا چمتو سوېده.
ځیني کسان فکر کوي چي د یو شدید عصبي فشار یا ناببره سټرس له امله هم ویښتان سپینیږي او تویږي خو د علمي نظره دا خبره په ثبوت نه ده رسېدلې.
د ځیني شامپوو او کیمیاوي موادو استعمال هم کولاسي د وېښتانو پر سپینېدو اغیز ولري.
د سپین وېښتانو لرونکو کسانو لپاره یو ښه او خوشالونکي خبر دادی چي دوی د وېښتانو په توېدو نه اخته کیږي او وېښتان یې تر ډیره ساتل کیږي. 
د ویښتانو د سپینېدو څخه په دوا سره تر ډیره حده مخنیوی کیږي، او سپین سوي وېښتانو تر ټولو ښه لاره د ویښتانو رنګول دي چي د پوستکي د معالج لخوا تاسي ته وړاندي کیږي.


يوه له هغومهمو برخو څخه چې د بدن د روغوالي د سرليک په توګه د نښې په ډول  کار کوي نوکان دي .په ډېرو ځايونوکې  په شکل ،رنګ ،بنسټ ،او دنوکانو   ټولوځانګړتياووکې د بدلون څرګندېدل کېدلای شي د بدن په ټولو ژونديو غړيو کې د سختې ناروغۍ د ښکارېدو نښه وي ، البته دايوه کلي مسله نه ده په ځينې ځايونو کې د عوارضو په اغېز کې کوم چې په خپله د نوکانو پر مخ منځ ته راځي بدلونونه ښکاره کيږي .
په انسان کې د نوکانو اصلي کار د ګوتو ساتنه او د هغو په کسبي کړنو کې مرسته کول دي .

د نوکانو سلامتي د ښکلا له پلوه د ډېر اهميت وړ ده . د نوکانو د کيفيت  له اړخه کولای شئ د يوچا  ټولنيز موقعيت معلوم کړئ .
نوکان په لويه کچه د کراتين څخه جوړيږي چې د وېښتانو او پوستکي په پروتين کې هم شتون لري که څه هم نوکان دکراتين ديو ځانګړي شکل لرونکي دي چې د (( سخت کراتين )) په نامه پېژندل شوي دي او د څارويو د څانګې د کيميايي جوړښت سره ورته والی لري . سربېره پردې  په نوکانو کې دکلسيمو،وسپنو او جستو د اندازو کموالی هم شتون لري .
د( phospholipids) حياتي  کيميا له کبله چې کومه د نوکانو نسبتي د ميلان قبلونې  ځانګړتيا دبدن د حجرو په پرده کې د اصلي مادې را منځته کوونکې ده .
اوبه له نوکانو څخه د تېرېدو وړتيا لري له همدې کبله د اوبو په وار وار له نوکانو سره لګېدل اود نوکانو  مينځل کېدلای شي د نوکانو د وچوالي او ماتېدو لامل جوړ شي .
د نوکانو توانايي او مضبوطوالی نه يوازې د هغو په ترکيب  پورې بلکې د هغو په شکل پورې هم تړلی دی د نوک جوړښت د نوک په هغه کاسه ( Nail Plate ) مشتمل دی چې سخت جوړښت لري او ټول عمر د ودې په حال کې وي  د نوک قالب يا د جوړښت  بنسټ يې  د حجرو په ډول  د نوکان په وده کې د توليد يو لامل دی ، لانولا چې د لاسونو اوپښو په ګوتو کې په يولوري کې ډېر څرګند دی د نوکانو بستره او کوتيکول بيا د رګونو بستره ده چې د نوک کاسه د هغه پر مخ ځای پر ځای وي
په منځنۍ کچه د نوکه وده په مياشت کې ۳ ميلي متره ده خو د۴،۴- ۹،۱ ميلي متره بدلون تر منځ بدله ده .
بېلا بېل موسمونه او سپکې ناروغۍ د نوکانو په وده ډېر کم اغېز لري .د انسان قد او وزن د نوک دودې مخه نه نيسي .د نارينه وو نوکان تر ۱۹ کلنۍ پورې ډېره وده کوي چې دا توپير بيا له همدې عمر څخه کموالی مومي خو تر نه شپېته کلنۍ پورې د نارينه وو نوکان د ښځو په پرتله لږ غوندې زياته وده کوي چې له لدې عمر وروسته بيا په دواړو جنسونو کې د نوک وده يو ډول کيږي .
د ښځې مېندواري  د نوکانو د ودې د تېزوالي او ناوړه خاوړه بيا د نوکانو دکمې ودې لامل ګرځي ځينې سختې ناروغۍ هم د نوکانود ودې يا پيدايښت د ګډوډۍ لامل جوړېدلای شي او شونې ده چې د نوکانو پر مخ دپنډوالي لوړې او ژورې تر سترګوشي .
نوکانو ته کلي پاملرنې :
·        نوکان بايد د يو آلې په توګه ونه کارول شي ( دهر ډول کوتي سر خلاصولواو...) اوږده نوکان ډېر ځلې د زيان سره مخ کيږي نو ځکه ډېر اوږده نوکان پرېښودل ښه نه دي .
·        د نوکانو له تېزولو څخه بايد ډډه وشي .
·        داوبوسره د نوکانوډېر لګېدل د نوکانو د وچوالي او زيانمن کېدو لامل ګرځي ،د مات شويو نوکانو په بيخونو کې درځ پيداکيږي نو د يوشي د مينځلوپر مهال په ځانګړي ډول په کيمياوي  موادو غوره داده چې له لاس پوښوڅخه کار واخيستل شي .
·        دنوکانو پرېکول بايد پداسې ډول وشي چې دنوکانواړخونو ساتنې ته پوره پاملرنه وشي او د مخ کرښه يې برابره شي د نوکانو غلط پرېکول په غوښه کې د ننوتلو يو لامل ( in growing nail) دی چې د وخت په تېرېدو د نوکانو د اړخونو د سخت درد لامل ګرځي .
·        په نوکانوکې يوه له ډېرو خپروشويو ستونزو څخه دهغو بد شکلي ده چې کېدلای شي د ننه خرابي له کبله وي او يا هم په خپله د نوکانو د بد شکلۍ له امله وي ډېر کله ځينې خلک له مصنوعي پوښونو څخه هم کار اخلي پداسې حال کې چې کېدلای شي دا مواد د نوکانو د تل لپاره د بد شکلۍ لامل جوړ شي په ځينې وختونو کې د نوکانو بدشکلي د هغو د پوڅکيو له بدبويی څخه منځته راځي سره لدې چې نن سبا د پوڅکيو د له منځه وړلولپاره يو شمېر ترکيبات بازار ته راغلي مګر د نوکانو له بدبوييو څخه ځينې يې د عادي دواګانو په وړاندې مقاومت ښيي .
·        د پاکولو قوي يا قلوي مواد کولای شي نوکان د نرمۍ او په ورو ورو  د خرابېدو سره مخ کړي .ولوونکې ماد ې کېدلای شي دنوکانو د کاسې د نرموالي لامل شي .معدني غوړ د اونيکوليز ( دنوکانو له بسترې څخه د جلا کېدو ) او د لاندنۍ برخې د پنډوالي لامل وګرځي .
·        د نوکانود اړخونو بدبويي ( پارونيشيا) د يولړ مکروبي لاملونو له کبله منځته راځي .کوم خلک چې په په پخلنځي،باغونو،کرهنه او په لېواله توګه پيانو وهلوکې بوخت وي پدې ډول ناروغيوکې اخته وي.او په قصابانو کې په څرګنده توګه تر سترګو کيږي ږ
·        غوره داده چې نوکان په صابون اوبورس ومينځل شي . سخت مانيکور او دنوکانو کوتيکول يې پرڅټ  وهل اواړخونه يې په ناپاکو توکيومينځل کېدلای شي د نوکانود اړخونود تېزې بدبويی او اوږد مهاله وودنې لامل وګرځي .
·        د نوکانو د اړخونو غوښين کېدل چې په اصل کې د پوستکي دسربېرنې برخې ماتېدو له کبله وي د لاس د زيات وچوالي او لوندوالي له امله په ځانګړي ډول د کار او مينځلو په وخت کې او ياهم د نوکانود کومې ناروغۍ له کبله  نرمېدل منځ ته راځي غوره ده چې د لاس پوښو څخه کار واخيستل شي او دلندوونکو کريموپه مرسته هم کولای شو د هغو د رامنځته کېدو مخه ونيسو  
Nevus طبي اصطلاح ده چی خال ته ویل کیږي، خال یو ډیر عام حالت دی چې نژدې هر بالغ تن له یو څخه زیات خالونه لري.هغه زیات عمر لرونکي خلک عموما زیات خالونه لري چې پوستکی یې روښانه وي.که تاسو له لسو څخه څلویښت خالونه لری نو دا یو طبعي حالت دی.
دخال نښې
په لومړیو کې خالونه نسواري رنګي داغونو غوندې شکل لري چې د juctional  خالونو په نوم یادیږي چې پوستکي ته  درنګ ورکوونکو غیر نورمالو حجرو دپوستکي په یوې  ځانګړې برخه کې دشتون له امله  چرته چې دپوستکي پورتنۍ برخه یا اپیدرم دپوستکي منځنۍ برخه یا درم کې  منځ ته راځي چې دهستولوژي په اصطلاح کې ورتهNests of Melanocyte  ویل کیږي.
دوخت په تیرېدلو دغه خالونه دپوستکي لاندنی
برخې ته (درم) ته لاره مومي چې بیا دپوستکي بیروني مخ ته وده کوي چې رنګ یې تیزیږي  او دپوستکي بیروني مخ څخه څرګند معلومیږي.
شونې ده چې په ژور نفوذ او  دوخت په تېرېدلو ددغو داغونو رنګ  دخالونو شي او په پایله کې دپوستکي رنګ یا سور رنګ خپل کړي چې دغه ډول خالونو ته Dermal nevus  خالونه ویل کیږي او هر څومره چې دغه خالونه غټیږي هغومره یې رنګ روښانه کیږي.
ستا دبدن خالونه لاندینی ځانګړتیاوې لري:
۱-تر زیاته بریده خالونه دقهوې رنګ لري خو شونې ده چې سوروالي  توروالي یا اسماني رنګونو ته ورته  وي یا دپوستکي هم رنګه وي او یا هم  هیڅ رنګ ونه لري.
۲-خالونه ګرد شکل لري.
۳-دخال مخ پاک او لږ غوندې وتلی دی او کله زیږ  وي په ځانګړې توګه په جګ عمر کې.
۴-دمیاشتو په تېرېدلو یو شان وي معناداچې ډېره  وده کوي.
شونې ده چې ټول خالونه په یوه اندازه او یو شان نه وي آن تردې  دیو تن خالونه بېلابېل کېدلای شي چې په اندازه، شکل  یا هم رنګ کې له یو بل څخه توپير ولري ، کېدلای شي چې خال تور زیږ ویښتان ولري  چې دغه ویښتان دپوستکي له نورو عادي ويښتانو څخه یوڅه پنډ وي.
دخدايي خالونو یوه برخه دوخت په تېرېدو ورو ورو بدلیږي تردې چې له منځه ولاړشي او یوه اندازه خالونه له اویا کلنۍ وروسته هم پاتې کیږي خو په عامه توګه له څلویښت کلنۍ وروسته دپوستکي  له بېلابېلو برخو ښکاره داغونه چې نسواري رنګ لري منځه ته راځي چې دسیبوریک کراتوزیس په نوم یادیږي چې کله کله دغه داغونه له خالونو سره ورته والی لري او دخالونو ګمان پرې کیږي.
کېدلای شي خدایي خالونه  دبدن دپوستکي په هره برخه کې ښکاره شي دغه ډول کیدلای شي چې خالونه دسر له پوستکي پرته  دلاسونو او پښو دګوتو په منځونو کې دلاسونو په ورغويوکې او یا دنوکانو لاندې څرګند شي.
دماشومانو دبدن خالونه
هغه ماشوم  چې خالونه لري  مور او پلار  باید په دې پوه شي چې  دماشوم په پوستکي خالونه  په هر اړخیزه توګه دتشویش خبره نه ده بلکې یو طبعي حالت دی، کېدلای شي پرې نوي خالونه دماشومتیا یا دځواني په عمر کې څرګند شي.
څرنګه چې ماشوم  وده کوي دغه راز خالونه هم وده کوي، کېدلای شي ځینې خالونه تېز رنګ غوره کړي او ډیر نور دوخت په تېرېدو لازیات روښانه شي.
هربالغ تن یو شمېر خالونه لري دغه راز په عامه توګه زیات عمرلرونکي کسان هم خالونه لري چې د معمولي خالونو په نوم یادیږي.
له دې نه پرته دخالونو نور ډولونه هم شتون لري چې یوه برخه یې دملانوم په نوم  دجلدي سرطان سبب ګرځي دغه خالونه لاندې څیړل شوي دي.
۱-دسپلاستیک خالونه (dysplastic)
۲-اسپيتز خالونه (spits nevus)
۳-پیدایښتي خالونه (congenital nevus)
کله چې یو ماشوم دپیدایښت په وخت کې خالونه ولري دغه ډول خالونو ته پیدایښتي خالونه ویل کیږي نژدې له سلو څخه یو ماشوم داسې وي چې پیدایښتي خالونو سره دنیا ته راځي.
ددغو خالونو اندازه وړوکې دکوچني خال په اندازه وي او لوی یې د ژرندې  دپل سوري په اندازه وي که چېرې پیدایښتي خالونه دژرندې دپل سوري په اندازه وي نو په ملانوم سرطان داخته کيدلو خطر زیاتیږي.
زیاتره خالونه  د درملنې اړتیا نه لري او خالونه  یوازې دښکلا په موخه لرې کیږي خو په ځینو وختونو کې خالونه لرې کول اړین وي لیکن دغه ډول خالونه باید پتالوژیکي معائنې نه وروسته لرې شي.
دغه حالتونه په لاندې ډول دي:
۱-هغه خالونه چې چټکی سره  لوييږي
۲- خال چې له یو څخه زیات رنګونه ولري.
۳-کله چې دخالونو تر منځ ورته والی له منځه ولاړ شي یعنې کله چې خالونه منظم نه وي یا یو نیم خال له نورو څخه توپیر ولري.
۴- هغه خالونه چې خارښ، پړسوب ولري یا ترې وینه بهیږي.
په لیزر (وړانګو) د خالونو درملنه
له  دې لارې  دهغو خالونو په راحت  سره (پرته له کوم درد څخه)  درملنه کیږي چې قطر یې نیمه سانتۍمتر مربع وي خو له درملنې مخکې دغه خالونه دځینو کریمو په کارولو سره بې حسه کیږي او هغه سرسري زخم چې د خالونو لرې کولو په ترڅ کې منځ ته راځي هغه ډیر ژر جوړيږي .
زیاتره وخت له درملنې وروسته قهوه رنګ لرونکي داغونه منځ ته راځي چې د وخت په تېرېدو ورکیږي.
کله ناکله یوه میاشت وروسته د دویم ځل درملنې اړتیا  وي په ځانګړې توګه کله چې د لويو خالونو درملنه وشي.
په جراحي عملیاتو خالونه لرې کول
لوی خالونه  د پوستکي دسرطان لامل ګرځي نو کله چې تاسو:
۱- له سلو څخه زیات خالونه ولری.
۲- لوی خالونه ولری چې ستاسو دبدن زیاته برخه یې پوښلې وي.
۳- دسپلاستیک خالونه ولری چې مخکې یې یادونه شوې وه او دملانوما جلدي سرطان لامل ګرځي.
په پورتنیو حالتونو کې باید ستاسو دبدن پوستکی په هرو دریو څخه تر شپږو میاشتو کې د یو متخصص ډاکټر په واسطه وکتل شي.

ترټولولومړی دښايسته پوستکي لرلو لپاره د پوستکي د ډول په اړه خبرتيا ترلاسه کول اړين دي ځکه له همدې لارې تاسو کولای شئ څنګه چې غوره وي له خپل پوستکيو څخه ساتنه وکړئ او همدارنګه دساتنې لاسته راوړنې او د خپل پوستکي  سره سم د ښکلا توکي غوره کړې . پوستکی په کلي توګه پنځه ډولونه لري :
۱- عادي پوستکی: چې نه ډېر وچ اونه هم ډېر غوړ وي دپوستکي واړه سوري د ليدلو وړ وي خو لوی يا په بشپړه توګه بند نه وي له مينځلو وروسته پوست  نرم شي ډېر کم د ځوانکۍ پرې راخيږي .
د ساتنې لار يې :د ورځې دوه ځلې خپل مخ پداسې موادو ومينځئ چې ستاسو د مخ سره موافق وي او له لندوونکو توکيو څخه ګټه واخلئ .
۲- غوړ پوستکی : پوستکي زياتره غوړ وي چې د پوستکي مخ پنډاو سخت وي ،دپوستکي سوري لوی او د ليدو وړ وي داهغه روښانه پوستکی وي چې پر مخ باندې ډېرې ځوانکۍ راپورته کوي  ،ګرد،غباراو چټلي زياته ځانته را کشکوي د وازدې غدې له اندازې زيات کارکوي له همدې کبله د پوستکي سوري له بندېدو سره مخ کيږي او په مخ باندې دځوانکۍ د را ښکاره کېدو لامل جوړيږي .
دساتنې لاريې : په ورځ کې دوه ځلې پداسې توکيو خپل مخ ومينځئ چې ستاسو د مخونو سره موافق وي په مينځلوکې له داسې توکيو څخه چې ستاسو د مخونو سره موافق،غوړ نه وي او حاوی الکل وي کارواخلئ  اود ښکلا په توکيوکې له غوړو څخه بايد ډډه وکړئ اوله ياده مو ونه وزي چې غوړ پوستکي هم لندوونکوتوکيوته اړتيا لري نوهره ورځ  لندوونکي توکي بايد وکارول شي، په ګرمو اوبو خپل مخونه ومينځئ تر څوستاسود پوستکي سوري بند نه شي همدارنګه  سره کړي خوراکونه او خوږې بايد کمې وکارول شي .
۳- وچ پوستکی :ډېر نازک او د کاغذ غوندې پوستکی وي.دلاس لګولو په وخت سخت وي،دپوستکي سوري ډېر کوچني وي چې دبندېدو له امله يې پرمخ د ځوانکۍ را پورته کيږي دوازدې غدې لږکارکوي نو له همدې کبله پوستکی وچ او په عامه توګه پوټوکی پوټوکی کيږي چې په پايله کې راټول او چملکه کيږي په ژمي کې پوستکی وچ وي او شونې ده چې خارښت پيداکړي .
د ساتنې لار يې : تل دخپلومخونوسره موافق اوفاقدالکل توکي وکاروئ هره ورځ خپل پوستکی په لندوونکو توکيولندوئ او خپل مخونه په موافقو او صابون څخه خالي توکيو مينځئ ځکه صابون ستاسو د پوستکي غوړوالی له ځان سره وړي .
۴- پیچلی پوستکی :ډېر خلک پېچلی پوستکی لري هغه داسې چې دپوستکي يوه برخه يې غوړه او بله برخه وچه وي په عامه توګه د مخ ځينې برخې ،دسترګو خاوشا،غاړه وچه او د ټنډې خاوشا،پوزه اوزنيې غوړه وي غوره داده چې د غوړو برخو لپاره يوډول او د وچو برخو لپاره بل ډول محصولات وکارول شي .
د ساتنې لار يې :په ورځ کې دوه ځلې د مخ مينځلو لپاره له هغو توکيو څخه کار واخلئ چې ستاسو د مخونو سره موافق وي .
۵- حساس پوستکی: داډول پوستکی ډېر په آسانۍ سره په خوځښت کې راځي چې په پوستکي کې د خارښت،سولو، سوروالي او سولېدولامل جوړيږي کله ناکله ځوانکۍ هم پرې را پورته کيږي .
د ساتنې لاريې: د دې ډول پوستکي دمينځلو پر مهال  صابون بايد ونه کارول شي د هغه په بدل کې بايد له داسې موادو څخه چې د پوستکي سره موافق وي اوکوم ډول حساسيت ونه لري وکارول شي .
د پوستکي د روغتيا په اړه مهم ټکي :
۱- خپل مخونه د لاسونو په مرسته په نرمۍ سره داسې ومينځئ چې د خرما يانورو ونوله پوستکي يا بل کوم سخت شي کارولو څخه پکې ډډه وکړئ په خپلو مخونو باندې د زور راوړنې له لارې ديوې پاکې ټوټې په مرسته پاک اووچ کړئ نه دسختو موښلو له لارې
۲- د لمر له وړانګو سره يې د مخامخ کېدو څخه  وساتئ او د يو متخصص ډاکټر په مشوره د هغو کريمو څخه کار واخلئ چې د لمر په وړاندې ګټه لري ترڅو مو مخونه د زر زړوالي څخه خوندي شي .
۳- مناسب خواړه خورئ او هره ورځ زياته  اندازه سبزي او تازه ميوه خورئ
۴- له الکحلي څښن توکيو او سګريټ څکولو څخه ډډه وکړئ ځکه الکحل د وينو درګونو د پراخوالي او په پوستکي کې د سوروالي او خارښت لامل ګرځي .
۵- سپورټ کوئ ځکه ستاسو پوستکی سا ته اړتيا لري .په منډه وهلو يا پلي تلو سره ستاسو د وينې په خوځښت کې زياتوالی راځي اکسيجن او خوراکي توکي په پراخه پېمانه ستاسو پوستکي ته رسيږي .
۶-جنجال او زيار ايستنه مو کمه کړئ ځکه ډېره زيار ايستنه  ستاسو په بدن کې د هورمون د ګډوډ کېدو لامل ګرځي چې دا مو په بدن بد اغېز کوي
۷- په شپه او ورځ کې له شپږو نه تر آتو ګړيو پورې خوب کوئ .
دښکلا او روغتيا غوره شونتياوې وآزمويئ

د سر وېښتان د وېښتانو د پياز يا فوليکول ( دوېښتانو رېښو) په واسطه  چې دپوستکي په لاندنۍ  برخه کې شتون لري جوړيږي  تل په عادي ډول له ۵ نه تر ۱۰ سلنې پورې دا فوليکولونه د ارامتيا په حالت کې او ۹۰ نه تر ۹۵ سلنې پورې د کار کونې په حالت کې ژوند کوي د وېښته هر پياز له ۲ نه تر ۳ مياشتو پورې د آرامتيامرحله لري چې پدغه موده کې وېښتان رېژېږي او لدې مودې وروسته د دويم ځل لپاره په کار کولو پيل کوي .چې د هغو د کار کولو موده بيا له ۳ نه تر ۵ کالو پورې وي البته لدې مودې وروسته يوه بله مرحله د بين البيني يا انتقالي مرحلې په نوم شتون لري چې خاوشا له دوو څخه تر دريو اونيو پورې پايښت کوي او وېښتان د کار کوولو له مرحلې څخه د آرامتيا لوري ته ځي.دا چکر په نوبتي ډول صورت نيسي او هره ورځ  په عادي توګه د يو شمېر وېښتانو د رېژېدلو لامل ګرځي او په يو عادي انسان کې  د وېښتانو د رېژېدلو دا شمېره د ورځې له پنځوسو نه تر سلو پورې وي چې دوېښتانو د مينځلو په وخت کې بيا دا شمېره زياتيږي . د وېښتانو  رېژېدل يو لړ لاملونه لري يو شمېر هغه لاملونه  کوم چې ډير عام دي په لاندې ډول بيانيږي  .
۱- موروثي
۲- د وينې د وسپنې کمي او دميسو نشتوالی
۳- ځينې له دواوو څخه اخيستل شوي  
۴- د وېښتانو له اندازې زيات کشکول
۵- سيبوريا يا له اندازې زيات د پوستکي او وېښتانو غوړوالی
۶- زيارونه يا سخت رواني تشويشونه
۷- د وېښتانو رېژېدل په ځانګړي موسم کې
۸- د وېښتانو رېژېدل درې مياشتې وروسته له پيدايښته
۹- د تبو والا ناروغيو پرله پسې پيښېدل
۱۰- د ساتنې او وېښتانو ته پاملرنې اصولو خيال نه ساتل
۱۱- د وېښتانو درېژېدنې درملنه په ځينوهغو درملو کول کوم چې په پيل کې د وېښتانو د لږ مهالې تېزې رېژېدنې لامل جوړيږي خو په پايله کې  دهغو وېښتانو د زياتې  رېژېدنې څخه  مخنيوي کوي کوم چې دآرامتيا په حالت کې وي او وروسته بيا دا په هغو وېښتانو بدليږي کوم چې د فعاليت او ودې په حالت کې وي .
البته د وېښتانو د رېژېدلوځينې نور صورتونه هم شتون لري چې هغه کم پېښېدونکي دي او دلته مو بيان نه کړل .
PPost Before “ادامه مطلب” And here is the rest of it

د سر وېښتان بېلا بېل حالات لري چې موږ به يې درته بيان کړو .وېښتان د ارګانېسم ( ژوندي موداتو ) د جوړښت له انده په خپلو کې سره يو ډول دي يو له بل سره توپير نلري .وېښتان يوازې د غوړوالي ، وچوالوالي د اندازې او رنګ له پلوه له يو بل سره توپير لري او له همدې امله وېښتان په دريو کلي ډولونو ويشل کيږي
۱- غوړ وېښته
۲- عادي وېښته
۳- ډير وچ وېښته
د وېښتانو حالت چې د سر له پوستکي سره تړلی دی  غوړوالی او وچوالی يې په پوستکي کې د غوړوالي د غدو له ترشح  ( خپرولو ) سره نيغ په نيغه تړاو لري .
له همدې کبله اړينه ده  چې د وازدې د غدو په اړه زياته څرګندونه وکړل شي : د سر د پوستکي په هره متر مربع سانتۍ کې ترپنځو پورې  د وازدې غدې  شتون لري . چې د نومړيو غدو کار دوازدې  (ترشح ) خپرول  دي .دا ضمايم  له بل کومه ځايه وازده نه اخلي بلکې په خپله وازده جوړوي .
کله چې غدې وازده جوړه کړي د وړو سورويو له لارې يې د پوستکي باندنۍ برخې ته کومه چې دغه وازدې  ته اړتيا لري لارښوونه کوي .ځکه خو د هغه په نشتون کې پوستکی وچ او خپل ځای ته د را ګرځيدو وړتيا له لاسه ورکوي همدا رنګه زياتوالی د وازدې هم د ځورونې لامل ګرځي لکه په کوم ډول  چې د سر د پوستکي پر مخ غوړيدلی دی او دا کړنه چې کله له اړتيا څخه زياته شي او يو نا مناسبه چاپېريال د وېښتانو لپاره منځ ته راوړي آن تردې چې کېدلای شي د وېښتانو د سختې رېژدنې لامل وګرځي .
که چېرې د سر د پوستکي وازده زياته شي ويل کيږي د سر پوستکی غوړ دی او همدا رنګه که غدې خپل کار لږ او سوکه تر سره کړي ويل کيږي د سر پوستکی وچ دی او که غدې خپله دنده په عادي او طبعي توګه مخ په وړاندې يوسي ويل کيږي د سر پوستکی معمولي دی او دا د پوستکي او وېښتانو لپاره يو نمونيي حالت دی د سر وېښتان هر ډول چې وي په مناسب مينځلو سره يې کولای شو نورماله حالت ته را وګرځوو

د سر د وېښتانو مينځل
د سر د وېښتانو له مينځلو څخه موخه د هغه پاکوالی تر سترګو کيږي او د مينځلو معنايې هم همدغه ده خو که دې ټکي ته  ډير په ځير شو نو دې پايلې ته رسيږو  چې د سر پاکوالی کيدلای شي پداسې ډول وکړو چې هم وېښتان پاک شي او هم د خپلې موخې سره سم پوستکی او د سر وېښتان هر څرنګه چې وي  يو نورماله حالت ته را وګرځوو .
پوهيږم چې د وېښتانو حالت له يو بل سره توپير لري او مخکې يې څرګندونه وشوه چې په اصل کې درې حالته لري غوړ ،عادي او وچ وېښتان .
د وېښتانو  پاکولو پر مهال د هغه ډول ته بايد پاملره وشي چې د وېښتانو د پاکولو توکي او ډير مهم دا چې د هغه د مينځلو طريقه بايد په بنسټيزو اصولو او صحيح توګه تر سره شي تر څو د پاکلوالي او روغتيا ساتنې سر بېره وتوانېږو د سر د پوستکي او وېښتو حالت د خپل زړه په خوښه کنټرول کړو او د وېښتو غوړوالی او وچوالی عادي حالت ته واړوو له همدې  کبله بايد د سر د وېښتانو  مينځلو لپاره يو دقيق مهال وېش وټاکو .
ډير کله ليدل شوي دي چې ځينې خلک هر څنګه چې وغواړي خپل سرونه مينځي چې په هغه کې نه د وخت خيال ساتي   نه  د پاکوالي توکيو ته اهميت ورکوي او نه هم د مينځلو صحيح طريقه په کار اچوي . د داسې  خلکو وېښتان  تر ډېره بريده  د رېژېدنې له خطر سره مخ کيږي دوېښتانو مينځلو په وخت بايد وېښتان د لاسونو په ورغويو کې وي او د تاوولو په توګه ومينځل شي دا ډول مينځل يو کلي قانون دی څوک چې د دې ډول مينځلو پيروي کوي کم تر کمه د مينځلو له پلوه به دوېښتانو د غير عادي رېژېدنې څخه خوندي وي .
الف د غوړو وېښتانو مينځلو طريقه
د زيات شمېر خلکو د سر پوستکی غوړ وي نو دا ډول وېښته دې يوازې يوه ورځ  پدې ډول موښلو سره و مينځل شي چې وېښتان د لاسونو په ورغويو کې وي او داسې تاو راتاو شي چې نوکان يا دګوتو سرونه د سر له پوستکي سره ونه لګيږي په دوو ځلو مينځلو سره چې  هر ځل مينځل يې بسنه وکړي له هغه شامپو څخه ګټه واخلي چې د غوړو وېښتانو لپاره وي او د وېښتانو تيل ونه کارول شي دا ډول وېښته تر زياته بريده د پخې او د زر زر نه مينځلو په صورت کې د خارښت لامل ګرځي د مناسبې شامپو کارونه  او منظم مينځل يې د خارښت او پخې مخ نيوی کوي . په ګرمه او نمجنه هوا کې د وازدې د غدو خپرېدل زياتيږي او وېښتان زيات غوړوالی پيداکوي چې هغه بيا زيات مينځل غواړي  .

ب د وچو وېښتانو مينځلو طريقه
ډير شمېر خلک بيا د وېښتانو له اندازې زيات وچوالي څخه ځوريږي د دې ستونزې د له منځه وړلو لپاره د مينځلو له لاندې ترتيب څخه کار اخلو .د داسې وېښتانو د پاکوالي او مينځلو لپاره کولای شو د دوو ورځو تر منځ وېښته ومينځو، چې  ډير په کراره وموښل شي اود ږمنځې له کارولو پرته د سر پوستکی ومينځل شي او داسې ومينځل شي چې هغه بسنه وکړي . هڅه وشي چې له داسې اوبو څخه کار واخيستل شي چې ډيرې ګرمې نه وي او له هغه شامپو څخه چې د وچو وېښتانو لپاره ده کار واخيستل شي دا خلک د مينځلو وروسته د وېښتانو تيل هم کارولای شي د سر د پخې احتمال پدې ډول وېښتانو کې زيات وي نو ډير مينځل د پخې د زياتوالي او کله ناکله د خارښت لامل هم ګرځي په يخ موسم او وچه هوا کې وېښته زيات وچ او له يادې شوې اندازې څخه زيات مينځل يې د وېښتانو د زيات وچوالي ، ماتوالي ،خارښت او پخې لامل ګرځي .
ج د عادي يا معمولي وېښتانو د مينځلو طريقه
د سر پوستکی چې نه غوړ او نه هم وچ وي نو په مينځلو کې به يې د غوړو او وچووېښتانو تر منځ تګ لاره  خپلوي په اونۍ کې به له دوو تر دريو وارو پورې د خپلو سرونو وېښتان مينځي او د اړتيا په وخت د وېښتانو له تيلو څخه هم کار اخيستلای شي او هغه شامپوبه کاروي چې د عادي وېښتانو لپاره وي کومه خبره چې د يادولو وړ ده هغه دا چې کومو کسانو چې خپل وېښتان د ځينو لاملونو له کبله له لاسه ورکړي يا يې په ماشين اخيستي دي کولای شي د خپلو لاسونو په ورغويو کې پرته له سختۍ په نرمۍ سره د خپل سر پوستکي بشپړه ومينځي  .
له اندازې زيات د وېښتانو له کشکولوپه ځانګړي ډول د مينځلو پر مهال ،کوڅۍ جوړولو په وخت او کنچي کولوپه وخت کې ځانونه وژغورئ ځکه دا کيدلای شي د وېښتانو د رېژېدنې لامل جوړشي .
د وېښتانو رېژېدنه :
د سر وېښتان د وېښتانو د پياز يا فوليکول ( دوېښتانو رېښو) په واسطه  چې دپوستکي په لاندنۍ  برخه کې شتون لري جوړيږي  تل په عادي ډول له ۵ نه تر ۱۰ سلنې پورې دا فوليکولونه د ارامتيا په حالت کې او ۹۰ نه تر ۹۵ سلنې پورې د کار کونې په حالت کې ژوند کوي د وېښته هر پياز له ۲ نه تر ۳ مياشتو پورې د آرامتيامرحله لري چې پدغه موده کې وېښتان رېژېږي او لدې مودې وروسته د دويم ځل لپاره په کار کولو پيل کوي .چې د هغو د کار کولو موده بيا له ۳ نه تر ۵ کالو پورې وي البته لدې مودې وروسته يوه بله مرحله د بين البيني يا انتقالي مرحلې په نوم شتون لري چې خاوشا له دوو څخه تر دريو اونيو پورې پايښت کوي او وېښتان د کار کوولو له مرحلې څخه د آرامتيا لوري ته ځي.دا چکر په نوبتي ډول صورت نيسي او هره ورځ  په عادي توګه د يو شمېر وېښتانو د رېژېدلو لامل ګرځي او په يو عادي انسان کې  د وېښتانو د رېژېدلو دا شمېره د ورځې له پنځوسو نه تر سلو پورې وي چې دوېښتانو د مينځلو په وخت کې بيا دا شمېره زياتيږي . د وېښتانو  رېژېدل يو لړ لاملونه لري يو شمېر هغه لاملونه  کوم چې ډير عام دي په لاندې ډول بيانيږي  .
۱- موروثي
۲- د وينې د وسپنې کمي او دميسو نشتوالی
۳- ځينې له دواوو څخه اخيستل شوي  
۴- د وېښتانو له اندازې زيات کشکول
۵- سيبوريا يا له اندازې زيات د پوستکي او وېښتانو غوړوالی
۶- زيارونه يا سخت رواني تشويشونه
۷- د وېښتانو رېژېدل په ځانګړي موسم کې
۸- د وېښتانو رېژېدل درې مياشتې وروسته له پيدايښته
۹- د تبو والا ناروغيو پرله پسې پيښېدل
۱۰- د ساتنې او وېښتانو ته پاملرنې اصولو خيال نه ساتل
۱۱- د وېښتانو درېژېدنې درملنه په ځينوهغو درملو کول کوم چې په پيل کې د وېښتانو د لږ مهالې تېزې رېژېدنې لامل جوړيږي خو په پايله کې  دهغو وېښتانو د زياتې  رېژېدنې څخه  مخنيوي کوي کوم چې دآرامتيا په حالت کې وي او وروسته بيا دا په هغو وېښتانو بدليږي کوم چې د فعاليت او ودې په حالت کې وي .
البته د وېښتانو د رېژېدلوځينې نور صورتونه هم شتون لري چې هغه کم پېښېدونکي دي او دلته مو بيان نه کړل .